د کاناډا د کوبک په ایالت کې په جومات ډله ایز خونړی برید وشو.
د کاناډا د کوبک په ایالت کې په جومات وسله وال برید وشو
د کاناډا د کوبک په ایالت کې په جومات ډله ایز خونړی برید وشو.
د کاناډا د کوبک سیټي په ایالت کې په جومات د ماسختوتن لمانځه پر مهال خونړی برید وشو. په برید کې لږ ترلږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې په یاد شوي جومات د تیر کال د جون په میاشت کې هم برید شوی وو.
پیښه کوبک ایالت په مرکز کوبک سیټي ښار کې رامنځته شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې برید د ۳ تنو لخوا شوی دی . برید د یاد شوي ښار د اسلامي کولتوري مرکز په جومات شوی دی .
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د برید پر مهال تر ۴۰ ډیرو کسانو په جومات کې لمونځ کولو.
د برید نه وروسته یو زیات شمیر امبولانسونه او پولیس سیمې ته راورسیدل. پولیسو د نوموړي برید په تړاو د ۲ تنو د نیولو نه خبر ورکړی دی.
د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو په جومات کې په لمونځ کوونکو برید په کلکه توګه وغنده او وویل چې دا د مسلمانانو پر خلاف ترسره شوی ترهګری برید دی.
هغه د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره غمشریکي ښکاره کړه.