د واده موټر سیند ته غورځیدو له امله قتل عام رامنځته شو
په وداده کې ستره فاجعه رامنځته شوه
په مادغاسکر کې د واده د میلمنو موټر سیند ته د غورځیدو له امله لږ تر لږه ۴۵ تنه مړه او ۲۴ تنه نور ټپیان شول.
د مادغاسکر پلازمینې انتاناناروو په ۹۰ کیلومترۍ کې د انجوزوروبي په سیمه کې د واده د میلمنو موټر د پله نه د تیریدو پر مهال سیند ته وغورځید.
ویل کیږي د واده د میلمو موټر چې د ناوې او شاوو د موټر تر څنګ روان وو د پله نه د تیریدو پر مهال سیند ته وغورځید. موټر لومړی د ناوې او شاوو په موټر چپه شو او وروسته سیند ته وغورځید.
په پيښه کې ناوې او شاوو په ګډون ۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د مادغاسکر د روغتیا د وزارت چارواکیو خبري رسنیو ویلي دي چې په پیښه کې ۲۷ تنو ښځو، ۹ تنو ماشومانو او ۹ تنو هم نارینو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د سیمې چارواکیو ویلي دي چې څه باندې ۷۰ تنه د واده میلمانه په یوې لارۍ موټر کې د واده نه راروان ول چې لارۍ د پل نه د تیریدو پر مهال سیند ته وغورځیده.
چارواکیو ویلي دي چې د پیښې لامل ناڅرګند دی ځکه چې د لارۍ چلوونکې هم په پیښه کې وژل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې په نوموړې سیمه کې لارې ډیرې خرابې دي او په ځانګړې توګه د بارانونو پر مهال د لاریو نه پرته نورې موټرې تګ راتګ نشي کولی.