د ایټالیا په توریستي سیمه کې یو هوټل د واورولاندې شو
په ایټالیا کې د واورو د ښویدو له امله یو هوټل د مساپرو او هوټل د کارکوونکو سره یو ځای د واورو لاندې شو.
654651
په ایټالیا کې د واورو د ښوییدو له امله یو هوټل د مساپرو او هوټل د کارکوونکو سره یو ځای د واورو لاندې شو.
پيښه د ایټالیا په مرکزي د پيسکارا په توریستي سیمه کې رامنځته شوې ده . د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په یاده شوې سیمه کې څو ځله زلزله رامنځته شوه.
د ایټالیا د پيسکارا د سیمې والي انتونیو دي مارکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي دي . هغه ویلي دي چې د ځاني زیانونو غوڅه شمیره معلومه نده. د بله پلوه ځیني خبري رسنیو ویلي دي چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي. د ژغورنې ډلو یواځې د یو تن مړی د واورو نه راویستلی دی.
د ویلو ده چې پدې هوټل کې ډیری انګلیس مساپر پاتې کیږي. هوټل د پیسکارا په توریستي سیمه کې موقعیت لري. ډیری ګرځندویان سکي بازي په خاطر سیمې ته ځي .