دونالد ترامپ : ناټو سازمان زوړ شوی او له کاره غورځیدلی دی

ترامپ د وروستیو څرګندونو سره د ناټو او اروپايي ټولنې سخت غبرګونونه پارولي دي

652761
دونالد ترامپ : ناټو سازمان زوړ شوی او له کاره غورځیدلی دی

د امریکا متحده ایالتونو نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترامپ  دا ځل  د ناټو  سازمان او اروپايي ټولنې په اړه  د کړو څرګندونو له امله  د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو  او اروپايي ټولنې سخت غبرګون  پارولی دی .

دونالد ترامپ  چې  یواځې  درې ورځې وروسته د امریکا د ولسمشر په توګه په دنده پیل کوي  د ناټو سازمان نه  د زوړ او تاریخ  تیري  او د اروپايي ټولنې نه  د جرمني د لاس د الې په توګه یادونه وکړه. همداشان  هغه  د اروپايي ټولنې نه د انګلستان د جلا کیدو نه پریکړه  نه  پوره ملاتړ اعلان کړ.

ترامپ  د جرمني  او انګلستان  خبري رسنیو سره په مرکه کې  د ناټو سازمان نه  د زوړ او تاریخ تیري سازمان په توګه یادونه وکړه. هغه ویلي دي چې « ناټو سازمان جدي ستونزې لري. ناټو د ترهګرۍ پر وړانډې  په مبارزه کې پاتې راغلی دی او تاریخ يي تیر شوی دی . »

ترامپ  د جرمني  د بیلډ  ورځپاڼې سره په مرکه کې  د اروپا په اړه پوښتنې ځواب کړې.

ترامپ  ددې پوښتنې په ځواب کې چې «  د پوتین او روسیې نه د ختیځې اروپا د خلکو د ډار  سبب  څه  دی، پدې پوهیږۍ؟ وویل ، البته  چې پوهیږم. په سیمه کې په هر څه  چې تیریږي  ډیر ښه پوهیږم. د اوږدې  مودې  راهیسې  وایم  چې د ناټو سازمان جدي ستونزې لري. ناټو سازمان  زوړ شوی دی . لومړی دا چې د ناټو سازمان  کلونه کلونه مخکې جوړ شوی  او پلان شوی یو سازمان دی. دویم  دا چې  د ناټو غړي هیوادونه  لکه څرنګه چې لازم  دی  ددې سازمان سره  مالي مرسته نکوي. کله چې زه وایم چې ناټو سازمان  زوړ شوی  او تاریخ يي تیر شوی  دی  په ما  فشارونه  واردیږي. خو ټولو ته  معلومه  ده چې ناټو د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  پاتې راغلی دی ، ځکه چې  زوړ شوی دی . » ترامپ  د مرکې په پای کې ویلي وو « سره ددې چې ناټو سازمان  زوړ شوی  او له کاره غورځیدلی  دی  خو  زما  لپاره  ځانګړې اهمیت لري.»

همداشان  هغه لنډه موده مخکې  د انګلستان د ټایمز ورځپاڼې  سره هم مرکه وکړه. ترامپ  د ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې  په اروپايي ټولنې  او په جرمني کې  د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل په سیاستونو سخته نیوکه وکړه. ترامپ وویل چې مرکل  د کډوالو پر مخ  د جرمني  د دروازو د پرانیستو سره  ډیره ستره خطا وکړه.

هغه په مرکه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  مرکل ته  درناوی لري  خو د هغه خطاګانې هم  نه پټوي. مرکل   د کډوالو پر مخ  د جرمني د دروازو د پرانیستو سره  په سلګونو زره تنو کډوالو ته پناه ورکړه  چې دا د هغه تر ټولو ستره  خطا وه.

هغه زیاته کړه « هیڅوک پدې نه پوهیږي چې دا کډوال د کوم ځایه  راغلي دي. »

هغه  د اروپايي ټولنې نه  د جرمني  د لاس د الې په توګه یادونه وکړه.

همداشان  ترامپ  د اروپايي ټولنې نه د انګلستان د جلا کیدو د پریکړې نه ملاتړ وکړ.

ترامپ  انګلستان ته د ازادې سوداګرۍ  د تړون  بلنه ورکړه. هغه وویل چې  د ولسمشر په توګه د دندې د پیلولو نه وروسته به هر څه ژر د امریکا او انګلستان ترمنځه د ازادې سوداګرۍ د تړون  لاسلیکولو ته  زمینه برابره کړي.

د بله پلوه  د ترامپ  دې څرګندونو  د ناټو سازمان  د غړیو هیوادونو سربیره د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو  سخت غبرګون پارولی  دی.

د جرمني  د بهرنیو چارو وزیر د ناټو سازمان په اړه د ترامپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې « د ناټو د سازمان د غړیو هیوادونو سره  مو خبرې وکړې. د ناټو سازمان په اړه د ترامپ  وروستیو څرګندونو د ټولو جدي اندیښنې پارولي دي.»

د بله پلوه  د فرانسې ولسمشر فرانسس اولاندا هم   د ترامپ د څرګندونو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.

اولاندا وویل چې اروپايي ټولنه د چا  نصیحت ته  اړتیا نلري. هغه وویل چې اروپايي ټولنه د خپلو ارزښتونو  ، اساساتو  او ګټو  سره سم  چلند کوي.



اړوند خبرونه