اوباما غواړي چې د خپلې دندې پدې وروستیو ورځو کې ګوانتانامو زندان وتړي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د خپلې دندې په وروستیو شپو ورځو کې د ګوانتانامو زندان په اړه مهمه پریکړه وکړه.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د خپلې دندې په وروستیو شپو ورځو کې د ګوانتانامو زندان په اړه مهمه پریکړه وکړه.
اوباما د ګوانتانامو د زندان لس تنه زندانیان عمان ته ولیږل. د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال خلکو سره د ګوانتانامو زندان د تړولو ژمنه کړې وه. اوباما پداسې حال کې د ګونتانامو زندانیان عمان ته ولیږل چې نوي ټاکل شوي ولسمشر ترامپ د زندانیانو د استولو سره سخت مخالفت کړی دی.
اوباما څو ځله د نوموړي زندان د تړولو اقدام وکړ خو هر ځل د کانګرس د مخالفت او خنډونو سره مخ شو.
اوباما د ولسمشرۍ د دندې پدې وروستیو شپو ورځو کې لس تنه یمني زندانیان عمان ته واستول.
د ویلو ده چې نوموړي لس تنه یمنیان پرته د کوم تور او جرم نه د تیرو لسو کلونو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې زندانیان ول.
د عمان یو تن جګپوړي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نوموړي لس تنه یمني زندانیان به په یمن کې د روانو شخړو او جګړې د پایته رسیدو پورې په عمان کې وساتل شي.
د بله پلوه د اوباما ادارې ویلي دي چې په پام کې لري د ګوانتانامو د زندان نه ۳۴ تنه نور زندانیان چې ډیری د یمن وګړي دي خپل هیواد او یا دریم ګړي هیواد ته وسپاري.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د تیرې سې شنبې په ورځ په خپله وروستۍ وینا کې د ګوانتانامو زندان د تړولو په اړه یو ځل بیا د کانګرس نه د مرستې غوښتنه وکړه.
اوباما د ګوانتانامو د زندان نه د یو ډیر ګرانبیه، عبس، بې مورده ، یواځې د امریکا لپاره د دښمنانو ډیرونکي او د امریکا د دښمنانو لپاره خدمت کوونکي یو سوداګریز اعلان په توګه یادونه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د ګوانتانامو زندان په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې ترهګرې ډلې لخوا د نیویارک په اسمان څلو د بریدونو نه وروسته د امریکا د وخت د ولسمشر جورج ډبلیو بوش لخوا جوړ او پرانیستل شو. امریکا پدې زندان کې د القاعدې غړي ساتي.
د ګوانتانامو په زندان کې د امریکا لخوا د زندانیانو سره د ضد انساني او ضد بشري چلند له امله په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي وو. د امریکا ولسمشر اوباما ددې زندان نه د امریکا لپاره د یوې تور لکې په توګه یادونه کړې وه.