د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر په نوي ټاکل شوي ولسمشر ترامپ نیوکې وکړې
جان برنان : ترامپ په نړۍ کې د روسیې د فعالیتونو په اړه پوره اګاهي نلري.
د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي استخباراتو مشر جان برنان ویلي دي چې نوی ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترامپ په نړۍ کې د روسیې په توان او د فعالیتونو د ظرفیت په اړه په کامله توګه اګاهي نلري.
د امریکا د استخباراتو مشر دا څرګندونې د فوکس خبري کانال سره په مرکه کې وکړې. د ویلو ده چې جان برنان د دندې موده د جنوري په شلمه نیټه ترامپ ولسمشر په توګه د دندې د پیلولو نه وروسته پایته رسیږي. هغه د روسیې لخوا د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د مداخلې د ادعاګانو او پدې اړه د ترامپ د نظر اړوند پوښتنې ځواب کړې.
برنان ددې خبرې په ټینګار وویل چې « ولسمشر ترامپ د امریکا لخوا په روسیې د لګولو شوو بندیزونو په ارزښت پوره اګاه ندی. داسې ګمان کوم چې ترامپ په نړۍ کې د روسیې لخوا د روانو فعالیتونو او ددې هیواد د توان په اړه کافي معلومات ونلري. »
هغه وویل چې ترامب باید د روسیې د سپیناوي په برخه کې د ډیر دقت او جدي پاملرنې نه کار واخلي.لومړی باید په روسیې د لګول شوو بندیزونو پایلو په اړه په کافي توګه څیړنې وکړي او وروسته پریکړه وکړي.
جان برنان په دونالد ترامپ باندې د امریکا په استخباراتو د ځینو تورونو لګولو له امله سختې نیوکې وکړې.
هغه وویل چې د امریکا د یو منتخب ولسمشر په اړه د ډول ډول ادعاګانو له رامنځته کول او څیړنې کول نه زمونږ او نه د هیواد په ګټه اقدام دی.
پدې برخه کې په استخباراتو پوري شوي تورونه بې بڼسټه او ناسم دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.