دونالد ترامپ‌ د روسیې سره د اړیکو په اړه مهمې څرګندونې وکړې

د امریکا  متحده ایالتونو نوي‌ ټاکل شوي‌ ولسمشر  دونالد ترامپ ویلي‌ دي  کیدای شي‌ چې په روسیې  لګول شوي‌ بندیزونه  لرې  کړو.

651230
دونالد ترامپ‌ د روسیې سره د اړیکو په اړه مهمې څرګندونې وکړې

د امریکا  متحده ایالتونو نوي‌ ټاکل شوي‌ ولسمشر  دونالد ترامپ ویلي‌ دي  کیدای شي‌ چې په روسیې  لګول شوي‌ بندیزونه  لرې  کړو.

د امریکا  نوي ټاکل شوي‌ ولسمشر ترامپ‌  ویلي‌ دي‌ چې  د روسیې سره  د ښو اړیکو  په صورت کې به  پر هغوې لګول شوي‌ بندیزونه  لري‌ کړي.

دونالد ترامپ‌ دا څرګندونې  د وال ستریت ژورنال سره  په مرکه کې وکړې.

ترامپ‌ وویل چې  د ولسمشرۍ  د مسولیت  د اخیستو نه وروسته  به  د یوې  مودې  لپاره  په روسیې  لګیدلي‌ بندیزونه دوام وکړي.

هغه  وویل  که چیرې د امریکا  او روسیې ترمنځه  اړیکي‌ پرمختګ وګړي‌ کیدای شي‌ چې په مسکو لګیدلي‌ بندیزونه  لرې کړو.

هغه زیاته کړه که چیرې روسیه  زمونږ  سره  دوستانه  چلند وکړي‌ پر هغوې  لګیدلي‌ بندیزونه  کومه  معنا  نلري.

ترامپ‌ د چین سره  د اړیکو په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل « د چین سره  کومه  ستونزه نلرو خو د واحد چین د سیاستونو اړوند  د ټایوان  د مسلې په ګډون د بیجینګ سره  د هرې مسلې په اړه  مذاکراتو ته  تیار  یو. »

هغه وویل  که چیرې  چین  په تجاري‌ سیاستونو کې  تغیرات  رانولي‌ ، امریکا به د واحد چین  سیاستونو ته  ژمن پاتې نشي.

د یادولو وړ ده چې  امریکا  د ۱۹۷۹ کال راهیسې  د ټایوان سره  هیڅډول اړیکې  نه درلودې  خو  د ترامپ‌  د ټاکل کیدو سره  ترامپ  د ټایوان د ولسمشرۍ سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

همداشان  یو څه موده مخکې  د امریکا  ځینو جمهوریت پلوو  سناتورانو هم  د ټایوان د مشرې سره مخامخ  لیدنه وکړه چې  دې مسلې  د چین  سخت غبرګون پارولی دی. د چین  حکومت امریکا ته خبرداری  ورکړی دی که چیرې د واحد چین سیاستونو ته  ژمن پاتې نشي‌ دوی به هم  ترینه غچ واخلي. 


پيوندونه: #ترامپ , #روسیه

اړوند خبرونه