روسیې او چین د امریکا په مقابل کې د تدابیرو نیولو پریکړه وکړه
روسیې او چین د امریکا متحده ایالتونو لخوا په سویلي کوریا کې د ځای په ځای کوونکو دفاعي سیستم توغندیو په مقابل کې د تدابیرو نیولو په مسلې تفاهم وکړ.
روسیې او چین د امریکا متحده ایالتونو لخوا په سویلي کوریا کې د ځای په ځای کوونکو دفاعي سیستم توغندیو په مقابل کې د تدابیرو نیولو په مسلې تفاهم وکړ.
د چین د شینهوا خبري اژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو د وزارت یو تن لوړپوړي چارواکي په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال سره لیدنه وکړه.
د چین او روسیې چارواکي د شمالي اسیا د امنیتي سلامشورو په شپږمه غونډه کې د امریکا لخوا په سویلي کوریا کې د ځای په ځای کوونکو دفاعي سیستم توغندیو په مقابل کې په ګډه د حرکت کولو او جدي تدابیر نیولو په مسلې په تفاهم ورسیدل.
چین ویلي دي چې دا تدابیر به د سیمې د ګټو ، امنیت خوندي کولو او توازن د ساتنې په خاطر ونیول شي.
چین وار د مخه د امریکا لخوا په سویلي کوریا کې چې د چین تر ټولو نږدې ګاونډی هیواد دی د دفاع سیستم د توغندیو د ځای په ځای کولو سره مخالفت ښودلی دی. چین ویلي دي چې دا سیستم په ختیځه اسیا کې عسکري ستونزو ته لار هواره وي. سویلي کوریا بیا وايي چې د شمالي کوریا د تهدیدونو په مقابل کې دفاعي سیستم ته جدي اړتیا لري.
سویلي کوریا ویلي هر کله چې د شمالي کوریا لخوا ورته مخامخ ګواښونه له منځه ولاړ شي دا دفاعي سیستم به لرې کړي.