د سړې هوا قياس له دې انځوره كولاى شئ.
سږنى ژمى د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې د سړې هوا له امله ډېر سخت تېريږي.
651104
سږنى ژمى د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې د سړې هوا له امله ډېر سخت تېريږي. د تركيې په ګډون په منځنۍ او ختېځې اروپا كې د سږني ژمي د سړې هوا سارى نشته دى.
پورتنى انځور د كنګلې د كلتې په مېنځ كې د يو ګيدړ دى چې د تونا د كنګل شوي سيند پر غاړه اخيستل شوى دى.
په جرمني كې يوې ډلې ښكاريانو چې غوښتل په ځنګل كې ښكار وكړي، د تونا د سيند پر غاړه دا ګيدر په داسې حال كې وموند چې په د كنګل په يوې مستطيلې كتلې كې بند پاتې شوى دى.
ددې هېواد د فريدينګن د ښار په مربوطاتو كې د سړې هوا له امله په ځنګلونو كې د حيواناتو ژوند د خطر سره مخامخ شوى دى.
ځايي چارواكي وايي چې كيداى شي ګيدړ د ښكار لپاره په كنګل شوي سيند كې پلټنه كوله چې په اوبو كې ډوب او بيا وروسته كنګل شوى دى.
په جرمني كې د فرانكفورت په هوايي ډګر كې نن د واورې د ورښت له امله ۱۲۰ الوتنې ځنډول شوي دي.