د هنګري هیواد یوه ښځینه فلم اخیستونکې کډوالو ته د خپې اچولو له امله په ۳ کاله بند محکومه شوه
د هنګري د سګد د سیمې محکمې خبریاله د یو تن بې ګناه کډوال او ماشوم د وهلو ټکولو او ټپي کولو په تور په ۳ کاله بند محکومه کړه.
د هنګري او سربستان په پوله کې د یو خصوصي تلویزیون ښځینه فلم اخیستونکې پترا لاس زلو ته یو تن کډوال ته چې ماشوم يي په غیږ کې وو د خپې د اچولو او د هغه د غورځولو په تور د ۳ کاله بند سزا ورکړل شوه.
د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د هنګري او سربستان په پوله کې د یو تلویزیوني کانال ښځینه فلم اخیستونکې یو تن کډوال ته چې ماشوم يي هم په غیږ کې وو او د پولیسو ته يي د تیښتې هڅه کوله خپه واچوله او هغه يي د ماشوم سره یو ځای په مځکه وغورځوه. نوموړې یوه بله کوچنۍ ماشومه هم په لغطې ووهله.
د فلم اخیستونکې دې بد او ضد انساني چلند په نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول. نوموړې لومړی د تلویزیوني کانال لخوا له دندې وشړل شوه او وروسته يي پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا وشوه.
د هنګري د سګد د سیمې محکمې نوموړې د یو تن بې ګناه کډوال او ماشوم د وهلو ټکولو او ټپي کولو په تور په ۳ کاله بند محکومه کړه.
نوموړې فلم اخیستونکې محکمې ته په سپیناوي کې وویل چې « یواځې د خپې په واسطه مې کډوال له ځانه لرې وساتل »
د محکمې قاضي هغه په قصدي ډول په کډوال باندې په برید کولو او د هغه او د ماشوم په ټپي کولو تورنه کړه. قاضي وویل « دا چې نوموړې پیښې په ټولنه کې جدي غبرګونونه پارولي او د پترا لاس زلو د سپیناوي په برخه کې د قناعت وړ دلایل او شواهد شتون نلري نوموړې په ۳ کاله بند محکوموي. »
همداشان محکمې د نوموړې جزا د یو څه مودې لپاره وځنډوله.