امریکا : د سوریې د مسلې په اړه باید د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه کار وکړو

د ترامپ د ادارې د بهرنیو چارو وزیر : زمونږ  اصلي  او دوامداره متفق ترکیه ده. پدې خبره هر سړی باید  ښه ځان پوه کړي

649534
امریکا : د سوریې د مسلې په اړه باید د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه کار وکړو

د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترامپ لخوا د  بهرنیو چارو وزارت لپاره ټاکل نوماند  شوي  ریکس تیلرسون  وویل چې  د سوریې د مسلې په اړه  باید  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  له سره  په ګډه کار پیل کړو.

هغه ویلي دي چې ترکیه زمونږ  ډیر پخوانی د ناټو سازمان  متفق  هیواد دی.

هغه دا څرګندونې  د امریکا د سنا مجلس  د بهرنیو اړیکو د چارو په کمیټه کې  د سناتورانو  د پوښتنو د ځواب پر مهال وکړې.

هغه  د یو سناتور ددې پوښتنې په ځواب کې چې  « داسې ادعاګانې شتون لري چې په منځني ختیځ سیمه کې  د امریکا مشرۍ  له منځه تللې ده؟ داسې وویل، په منځني ختیځ کې  د مشرۍ  او یو ځل بیا  د نفوذ په خاطر  باید  د متفقو او دوستو هیوادونو سره  په ګډه کار وکړو.

هغه وویل چې په ځانګړې توګه په سوریه کې  د ترکیې، روسیې او ایران په نفوذ او سیاستونو باید سترګې پټې نشي.

« د سوریې په مسله کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  باید په ګډه کار وکړو. ځکه چې ترکیه زمونږ لپاره  ډیر پخوانی  د ناټو سازمان متفق هیواد دی. ترکیې  پدې وروستیو کې  د امریکا د خطاګانو او بعضو کمي ګانو له امله  روسیې ته مخه کړې ده . پدې ټول ډیر ښه پوهیږي چې روسیه  زمونږ لپاره دوامداره متفق ندی.

زمونږ  اصلي  او دوامداره متفق ترکیه ده. پدې خبره هر سړی باید  ښه ځان پوه کړي.»

هغه  زیاته کړه چې په سوریه کې باید د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف قوي مبارزه وشي. همداشان  د سوریې د ولسمشر بشار اسد د واک نه په لرې کولو ټینګار وکړ.هغه وویل چې اسد باید نور ددې هیواد د مشرۍ نه لرې کړی شي.

مونږ باید  د اسد نه د وروسته  دورې په اړه پریکړه وکړو.


پيوندونه: #امریکا , #ترکیه

اړوند خبرونه