په سوریه کېد روسیې جنګي الوتکې په امریکايي الوتکې تیری وکړ

امریکا ویلي دي چې په سوریه کې روسېې جنګي الوتکه ددوې جنګي الوتکې ته دومره رانږدې شوې وه چې د جنګیدو احتمال يي ډیر لوړ وو

648115
په سوریه کېد روسیې جنګي الوتکې په امریکايي الوتکې تیری وکړ

 پداسې حال کې چې د امریکا او روسیې ترمنځه په ډیپلوماتیکو اړیکو کې  ستونزې دوام لري داځل په سوریه کې د دواړو هیوادونو جنګي الوتکې سره ښکر په ښکر شوې .

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې  د خبر له مخې  د سوریې په هوايي حریم کې  د امریکا  او روسیې جنګي الوتکي  یو بل ته دومره نږدې شوې وې چې  د اندکه خطا سره يي  جنګیدو  احتمال  ډیر لوړ وو.

په خبر کې راغلي دي چې  د سوریې په هوايي حریم کې د امریکا متحده ایالتونو جنګي  او رادار لرونکې الوتکې  د روسیې  یوه  سو ۳۵ ډوله  جنګي الوتکه  چې په ډیره خطرناکه توګه  ددې پر لورې راروانه وه تثبیت کړه. د امریکايي الوتکې پیلوټ سمدلاسه د روسي الوتکې په پيلوټ  غږونه پيل کړل او هغه ته يی خبرداری ورکړ خو روسي پیلوټ  د ځواب ورکولو نه ډډه کوله.

روسي الوتکې  د یو څه مودې لپاره  د امریکا په جنګي الوتکې  تیري ته دوام وکړ. دواړه الوتکې  د یو بل سره  د جنګیدو نقطې ته رارسیدلې وې.  د امریکايي پیلوټ لخوا په ټینګار سره  د خبرداریو نه وروسته  روسي الوتکه  د سیمې نه جلا شوه.

ورځپاڼې  لیکلي دي چې دا لومړی ځل ندی چې  امریکايي او روسي الوتکې  په سوریه کې سره ښکر په ښکر کیږي. روسي الوتکو ددینه وړانډې هم په کراتو مراتو  ورته  چلندونه کړي دي.


پيوندونه: #روسیه , #سوریه , #امریکا

اړوند خبرونه