په کشمیر کې د هندي ځواکونو په هډې وسله وال برید وشو
د هندوستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د هندي ځواکونو په هډې وسله وال برید وشو.
د هندوستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د هندي ځواکونو په هډې وسله وال برید وشو.
د هندي سرچینې د خبر له مخې د کشمیر د جمو د اکهنور په سیمه کې نامعلومو کسانو د هندي ځواکونو په هډې برید وکړ چې په پایله کې لږ تر لږه ۳ تنه سرتیري وژل شوي دي.
د سیمې د پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په عسکري هډې د برید نه وروسته په سیمه کې د ترهګرو د نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل شوي دي.
برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. خو د هندوستان پوځ او پولیس بیا د برید پړه په پاکستاني پلوو سخت دریځو ډلو اچوي.
د یادولو وړ ده چې د تیر کال په وروستیو میاشتو کې د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د هندي ځواکونو په هډو د پرله پسې بریدونو نه وروسته د هند او پاکستان ترمنځه اړیکې ترینګلې شوې وې . هندي ځواکونو یو ځل د پاکستان تر کنټرول لاندې په سیمو برید وکړ چې په پایله کې ګڼ شمیر پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
ویل کیږي برید د دوو یا دریو تنو لخوا شوی دی .