د هرمز په تنګي کې د امریکا او ایران سمندري ځواکونو ترمنځه جنجالونه دوام لري.
امریکايي جنګي کښتۍ د یوې اوونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره د هرمز په تنګي کې په ایراني کښتیو ډزې وکړې
د هرمز په تنګي کې د امریکا او ایران سمندري ځواکونو ترمنځه جنجالونه دوام لري.
د امریکا متحده ایالتونو جنګي بیړۍ د هرمز په تنګۍ کې د ایران په کښتیو ډزې وکړې.
د امریکا د سمندري ځواکونو یو تن چارواکي د پیښې په اړه ویلي دي چې « د هرمز په تنګي کې ۴ امریکايي کښتۍ چې ددوې پر لورې راروانې وې او ډیرې رانږدې شوې وی لومړی ورته خبرداری ورکړ او د خبرداري نه وروسته يي پرې د خبردارۍ ډزې وکړې.»
چارواکي ویلي دي چې لومړی د ایراني کښتیو سره د بيسیم له طریقه اړیکه ټینګه کړې شوه خو هغوې ددې ټولو خبرداریو ته ځواب ورنکړ. وروسته د خبردارۍ په موخه هوايي فشنګ والوزل شو. په پای کې پرې ډزې وشوې.
امریکايي چارواکي ویلي دي چې ایراني کښتۍ ددوې د جنګۍ کښتۍ تر ۸۰۰ مترۍ پورې رانږدې شوې وې چې په پای کې پرې ډزې وشوې.
د یادولو وړ ده چې نوموړې امریکايي جنګي کښتۍ تیره اوونۍ هم په ایراني کښتیو ډزې کړې وې.