هندوستان یو ځل بیا اوږد واټنه بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه

هندوستان  د تیرو دوو  اونیو په دننه کې د دویم ځل لپاره یو اوږ واټنه د اټومي بالستیک  توغندی  په بریالیتوب  سره وازمایه.

642722
هندوستان یو ځل بیا اوږد واټنه بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه

  هندوستان  د تیرو دوو  اونیو په دننه کې د دویم ځل لپاره یو اوږ واټنه د اټومي بالستیک  توغندی  په بریالیتوب  سره وازمایه.

هندوستان  دا ځل  ( اګني ۴ ) بالستیک  توغندی  چې  د اټومي  سرګلولې  د انتقال  توان لري  په بریالیتوب سره  وازمایه.

د هندوستان د دفاعي  څیړونو پراختیايي اژانس  د خبر له مخې  نوموړي هیواد  پرون  د دوشنبې په ورځ  د دویم  ځل لپاره  اوږد واټنه  بالستیک توغندی  په بریالیتوب سره وازمایه.

د اګني  ۴  توغندی  عبدالکلام  په ټاپو کې  وازمایل شو. اګني  ۴ توغندی  چې  ۲۰ متره  اوږدوالی  او ۱۷ ټنه  وزن  لري  په ۴۰۰۰  کیلومتره واټن کې خپل هدف په بریالیتوب سره  له منځه وړي.

دا توغندی  د یو ټن اټومي  سرګلولې  د انتقال  ظرفیت لري. هندي  چارواکیو ویلي دي چې  دا توغندی  په ډيره پرمختللې  تکنالوژۍ  سمبال  دی. توغندی  د موټر نه  او په هر ډول  شرایطو کې  توغول کیږي.

هند  دوه اوونۍ  مخکې  هم  د ( اګني  پنځه  ) په نامه  د اټومي  سرګلولې  انتقالوونکی  اوږد واټنه  بالستیک  توغندی  په بریالیتوب سره  ازمایلي  وو.

 



اړوند خبرونه