د نوبل جایزې خاوندانو د روهینګا مسلمانانو د نسل وژنې د مخنیوي غوښتنه وکړه
په برما کې د روهینګا مسلمانانو نسل وژنه دوام لري
د نوبل د جایزې ګټوونکو یوې ډلې په برما کې د روهینګا مسلمانانو پر وړاندې د روانو ظلمونو ، عام وژنو او بشري جنایتونو د درولو غوښتنه وکړه.
د ملالې یوسفزۍ په ګډون یوې ډلې د نوبل د جایزه خاوندانو د ملګروملتونو د امنیت شورا ته په استولي لیک کې د برما د بهرنیو چارو وزیرې او د ولسمشر په سر سلاکارې انګ سان سو چي چې د سولې په برخه کې د نوبل جایزه لري سختې نیوکې کړي دي.
په لیک کې د ملګروملتونو د امنیت شورا نه په برما کې د روهینګا مسلمانانو پر وړاندې د روانې نسل وژنې، بشري جنایتونو او بشري حقونو د نه تیرو هر څه ژر د درولو په برخه کې د اقدام کولو غوښتنه شوې ده . همداشان پدې لیک کې د برما د بهرنیو چارو وزیرې او د ولسمشر په سر سلاکارې چې د سولې په برخه کې نوبل جایزه لري د روهینګا مسلمانانو پر وړاندې په روانو ظلمونو او نسل وژنۍ د سترګو پټولو له امله سختې نیوکې شوي دي.
په لیک کې د امنیت شورا نه غوښتنه شوې ، که چیرې د روهینګا د مسلمانانو پر وړاندې د روانو ظلمونو د مخنیوي په خاطر هر څه ژر په اقدام لاس پورې نشي په زرګونو تنه به د مرمیو پر ځای د ولګې نه ژوند د لاسه ورکړي.
همداشان په لیک کې د برما د حکومت نه د اراکان په سیمه کې د روهینګا په مسلمانانو د لګولو ټولو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه شوې ده . د روهینګا مسلمانانو ته د بشري مرستو رسولو ته د اجازې ورکولو غږ شوی دی .