په کاناډا کې د مسلمانانو کولتوري مرکز او جومات وسوځول شو

په کاناډا کې په جوماتونو د بریدونو کچه مخ په لوړیدو ده

638179
په کاناډا کې د مسلمانانو کولتوري مرکز او جومات وسوځول شو

د کاناډا د کیبک ایالت په ختیځ کې  د سپټ لیس  په ښار کې  د مسلمانانو کولتوري مرکز چې د جومات په توګه هم  ترینه  کار اخیستل کیده  د نامعلومو کسانو لخوا وسوځول شو.

د اور وژنې ډلې  د ټولو هلو ځلو سره سره  جومات  په کامله توګه  وسوځید.

د کاناډا د کلیبک  ایالت پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په جومات  د برید کوونکو  د نیولو په خاطر يي پراخه پلټنې پیل کړي دي.

د سیمې د مسلمانانو د کولتوري مرکز چارواکیو ویلي دي چې  جومات  د بیا جوړولو پورې به  تړلی وي.

د ویلو ده چې  دوه میاشتې مخکې هم  په همدې جومات د نامعلومو کسانو لخوا برید شوی وو.

دوه میاشتې مخکې  برید کوونکو  په جومات او د مسلمانانو په کولتوري مرکز برید کړی وو او د جومات په دننه کې ټول کتابونه څیري کړي  او دیوارونو ته يي ورته زیان اړولی وو.

د یادولو وړ ده چې  په کاناډا کې  د تیرو ۳ میاشتو په دننه کې  یواځې د کالګاري په ښار کې په دوو جوماتونو جلا جلا بریدونه شوي وو.

همداشان  د کالګاري په پوهنتون کې  د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص  ته د سپکاوي ډک  ځیني  شعارونه په دیوارونو ځوړند شوي وو.


پيوندونه: #کاناډا , #جومات

اړوند خبرونه