د لېبيا يوه الوتكه تښتول شوې ده.
په لېبيا كې يوه مسافر وړونكې الوتكه چې په كې ۱۱۸ تنه مسافرين هم شته دى، د دوو تنو نامعلومو كسانو لخوا تښتول شوې ده.
636488
په لېبيا كې يوه مسافر وړونكې الوتكه چې په كې ۱۱۸ تنه مسافرين هم شته دى، د دوو تنو نامعلومو كسانو لخوا تښتول شوې ده. ويل كيږي چې الوتكه اوسمهال د مالتا په ټاپوزمه كې ناسته ده.
د ايربس اېې ۳۲۰ ډوله الوتكه چې د لېبيا داخلي الوتنه يې كوله او د الفريقيه د هوايي كرښو پورې تړلې ده د ۱۱۸ تنه سپرلۍ سره د مالتا هېواد ته تښتول شوې ده.
د مالتا لومړي وزير د ټوټير له حسابه پېښه تاييد كړه او زياته يې كړه چې امنيتي ځواكونه په هوايي ډګر كې عملياتو ته تيار دي.
د لومړنيو معلوماتو له مخې دوو تنو بريد كوونكو ګواښ كړى دى چې الوتكې ته به انفجار وركړي.
تر اوسه پورې امنيتي چارواكو د موضوع په اړه څه نه دي ويلي.
د پېښې په اړه نور جزييات به شېبه په شېبه خپاره شي.