په وردګو كې د برمته شوې كاناډايي كورنۍ نوې ويډيو خپره شوه.

دا ويډيو چې په كې د كاناډا د هېواد يوه جوړه او دوه ماشومان ليدل كيږي، تېره ورځ خپره شوې ده چې پكې د امريكا او افغان حكومت نه غوښتل شوي دي چې د دوى د خوشې كولو په موخه د برمته كوونكو غوښتنې ومني.

634643

دا جوړه چې مېړه يې جاشوا بويل نوميږي او د كاناډا د هېواد تابعيت لري او مېرمن يې كېټلان كولمن نوميږي او امريكايۍ ده په ۲۰۱۲م كال كې د وردګو په ولايت كې د طالبانو لخوا نيول شوې ده.

ويل كيږي چې د دوى د نيول كېدو پر مهال كېټلان مېندواره وه چې په بند كې يې دوه ماشومان زېږېدلي دي.

په يوې نوې خپرې شوې ويډيو كې دواړو له افغان او امريكايي حكومتونو غوښتنه كړې ده چې د دوى د خوشې كولو په موخه هلې ځلې وكړي.

پخوا هم د دوى دوه ويډيو ګانې خپرې شوي دي. د همدې كال د سپتمبر په مياشت كې طالبانو ددې جوړې يوه ويډيو خپره كړه او ګواښ يې وكړ چې د انس حقاني د وژلو په صورت كې په دا كورنۍ ووژني.

په بند كې ددې جوړې دوه ماشومان هم زېږېدلي دي چې اوس په انځور كې ښكاري.

د بله پلوه د امريكا او كاناډا حكومتونو له طالبانو غوښتنه كړې ده چې له قيد او شرط پرته دې دا كورنۍ خوشې كړي.

د كاناډا د نړيوالو چارو د ادارې وياند وويل چې د جاشوا او كېټلان د روغتيايي حالت او د ژوند د شرايطو په اړه ژوره اندېښنه لري.

تر اوسه پورې افغان حكومت پدې اړه څه نه دي ويلي.

پيوندونه: #كاناډا

اړوند خبرونه