د اروپا تر ټولو په مهم او لوی هیواد کې څه باندې شل زره تنه ځوانانو په سړکانو زوند کوي

په جرمني  کې  څه باندې  شل زره تنه  ځوانان  بې کوره دي په لارو او سړکانو کې ژوند کوي.

630208
د اروپا تر ټولو په مهم  او لوی هیواد کې څه باندې شل زره تنه ځوانانو په سړکانو زوند کوي

په جرمني  کې  څه باندې  شل زره تنه  ځوانان  بې کوره دي په لارو او سړکانو کې ژوند کوي.

د جرمني د ځوانانو انتستیتیوت  د معلوماتو له مخې  په نوموړي هیواد کې د بې کوره ځوانانو  شمیره  د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو  ده.

په خبر کې راغلي دي چې  په ځانګړې توګه د برلین، دورتمونډ او کولن په څیر په لویو ښارونو کې  د بې کوره ځوانانو شمیره  ډیره لوړه ده . دا شمیره په چټکۍ سره  د زیاتیدو پر لورې روان ده .

د جرمني د ځوانانو انتستیتیوت  ویلي دي چې  تر اوسه پورې  د څه باندې  شل زرو تنو ځوانانو نومونه  د ټولنیزو سیستمونو نه  پاک شوي دي.

د بله پلوه د سړک د ماشومانو په نامه  ملکي ټولنې خبرداری ورکړی دی چې  دا بې کوره ځوانان  د سترو ګواښونو سره مخامخ دي. همداشان کیدای شي چې دا ځوانان  په راتلونکي کې هیواد هم  د سترو ګواښونو سره مخامخ کړي.

یادې شوې ټولنې ویلي دي چې  د نوموړو ځوانانو یوه برخه  کله نا کله د خپلو او خپلوانو په کورونو کې پاتې کیږي  خو لویه برخه يي په لارو او سړکانو کې ژوند کوي.

د ویلو ده  چې  پدې وروستیو کې جرمني ته  د نورو هیوادونو د کډوالو د تګ سره  د بې کوره  ځوانانو شمیره  لا پسې لوړه شوې ده .

کارپوهان وايي چې  په هیواد کې د بې کوره ځوانانو د ستونزو د حل پر وړاندې  جدي خنډونه شتون لري  او هر څه ژر باید  له منځه یوړل شي.


پيوندونه: #جرمني , #ځوانان

اړوند خبرونه