د امریکا د سمندري کوماندو ځواکونو الوتکې سقوط وکړ
د امریکا متحده ایالتونو د سمندري کوماندو ځواکونو اړوند الوتکې د جاپان په سواحلو کې سقوط وکړ.
629951
د امریکا متحده ایالتونو د سمندري کوماندو ځواکونو اړوند الوتکې د جاپان په سواحلو کې سقوط وکړ.
د د فوکس نیوز د خبر له مخې د امریکا متحده ایالتونو د سمندري کوماندو ځواکونو د دریم لمبر قول اردو اړوند ترانسپورتي الوتکه د جاپان په سواحلو کې وغورځیده.
په خبر کې راغلي دي چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۵ تنه ټپیان شوي دي.
د الوتکې د سقوط لامل ناڅرګند دی.
د یادولو وړ ده چې د تیرو څو میاشتو په دننه کې دا د امریکا دویمه الوتکه ده چې د جاپان په سواحلو کې سقوط کوي.