امریکا  متحده ایالتونو  اسراییلو ته  تر ټولو پرمختللې  اف ۳۵ ډوله  جنګي الوتکې وسپارلې.

اسراییلو  د امریکا نه  ۵۰ اف ۳۵ ډوله  الوتکې  رانیولي  دي چې  لومړنۍ  دوه الوتکې  ورته  وسپارل شوې.

629437

د اسراییلو د  پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د امریکا متحده ایالتونو نه  د رانیولو ۵۰ اف ۳۵ ډوله الوتکو نه  دوه الوتکې  دوی ته سپارل شوي دي او اسراییلو ته  راوړل شوي دي.

د اسراییلو لوی درستیز  ویلي دي چې  د نوموړو الوتکو په استفادې به په ۲۰۱۷ کال کې پیل وکړي.

د یادولو وړ ده چې  اسراییلو لومړی  د امریکا متحده ایالتونو نه ۳۳ اف ۳۵ ډوله الوتکې رانیولې وې چې تیره میاشت يي  ۱۷ نورې هم  فرمایش ورکړې او د الوتکو شمیره يي ۵۰ ته لوړه کړه.

اف ۳۵ ډوله  جنګي الوتکې د نړۍ تر ټولو پرمختللې  جنګي او دفاعي  الوتکې دي.

دا الوتکې  چې  د ارواح په نامه  هم  مشهورې دي  د اوږدې مودې لپاره د تیلو د اکمال نه پرته په هوا کې د پاتې کیدو  توان لري.

د بله پلوه  د امریکا د دفاع وزیر کارټر اشتون اسراییلو ته د اف ۳۵ ډوله الوتکو د سپارولو په مراسم کې د ګډون په خاطر نوموړي هیواد ته سفر کړی دی.

اشتون  په مراسمو کې د ګډون نه مخکې د خپل اسراییلي سیال سره دوه په دوه لیدنه وکړه.

پنټاګون  ویلي دي چې  پدې لیدنه کې د دواړو هیوادونو په اړیکو او منځني ختیځ کې د داعش پر خلاف په روانو عملیاتو خبرې شوي دي.

پيوندونه: #امریکا , #اسراییل

اړوند خبرونه