د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو نوی وزیر معلوم شو.
د امریکا متحده ایالتونو نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترامپ د بهرنیو چارو د وزارت لپاره خپل نوماند اعلان کړ.
629115
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو نوی وزیر معلوم شو.
د امریکا متحده ایالتونو نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترامپ د بهرنیو چارو د وزارت لپاره خپل نوماند اعلان کړ.
دونالد ترامپ د تیلو او ګازو د یو نړۍوال شرکت او د اکسان موبایل د کمپنۍ مشر رکس تیلرسون د بهرنیو چارو د وزارت لپاره نوماند اعلان کړ.
د ویلو ده چې نوموړی د امریکا د مهمو شتمنو کسانو نه یو دی او روسیې ته په نږدېوالي هم مشهور دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د څوکۍ لپاره د ډیرو زیاتو کسانو د نومونو نه یادونه شوې وه چې یو يي افغان الاصله زلمی خلیلزاد وو.
خو ترامپ ددې څوکۍ لپاره د امریکا د نامتو میلیونرانو نه رکس تیلرسون وټاکه.