د ملګروملتونو سازمان  نوي  سرمنشي  انتونیو ګوتریس  لوړه  وکړه .

د ملګروملتونو نوي سرمنشي  انتونیو ګوتریس  د نوموړي سازمان  د ۱۹۳ غړیو هیوادونو د استازو په حضور کې  په عمومي مجلس کې  لوړه وکړه.

629153

هغه  د لوړې  د مراسمو نه وروسته په خپله وینا کې  د ملګروملتونو په سازمان کې ځیني  تغیرات  اړین  وبلل.

هغه وویل چې باید د ملګروملتونو په سازمان کې  ځیني اصلاحات  راوستل شي ځکه چې  دا  یوه ضروري  خبره ده .

د ملګروملتونو سازمان نوی سرمنشي  انتونیو ګوتریس به  د ۲۰۱۷ کال د جنوري په لومړۍ  نيټه  خپله دنده  رسمآ پيل کړي. هغه  به د پنځو کلونو لپاره  د ملګروملتونو د سازمان  مشري وکړي.

انتونیو ګوتریس  چې  د تیر لسو کلونو راهیسې  د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمشنر په توګه  دنده  ترسره کوله . هغه  ددې دندې نه مخکې  د پرتګال  د لومړي وزیر په توګه دنده  ترسره کوله.

اړوند خبرونه