په نایجریا کې  د یوې کلیسا  د چپه کیدو له امله قتل عام رامنځته شو.

د نایجریا د سیمه ایزو خبري رسنیو د خبر له مخې  د اکوا  ایبوم  ایالت په مرکز  اویو  کې  د کلیسا  چت  ونړید.

628221
په نایجریا کې  د یوې کلیسا  د چپه کیدو له امله قتل عام رامنځته شو.

 

 په نایجریا کې  د یوې کلیسا  د چپه کیدو له امله قتل عام رامنځته شو.

د لویدیځې افریقا هیواد  نایجریا  په سویل کې  د اکوا ایبوم  په ایالت کې  د یوې کلیسا د چت د نړیدو له امله  لږ تر لږه  ۱۶۰ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.

د نایجریا د سیمه ایزو خبري رسنیو د خبر له مخې  د اکوا  ایبوم  ایالت په مرکز  اویو  کې  د کلیسا  چت  ونړید.

چت پداسې حال کې  راونړید  چې په سلګونه تنه  د دعا په خاطر  کلیسا کې راټول شوي وو.

د اویو د ښار د دولتي  روغتون  مشر  خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې نه وروسته د ۱۶۰ تنو مړي  روغتون ته  راوړل شوي دي. هغه ویلي دي چې د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه جدي اندیښنې شتون لري.

د بله پلوه  د کلیسا  راهب  چې په پیښه کې  ژوندی  پاتې شوی دی خبري رسنیو ته ویلي دي چې  « کلیسا ساختماني  چارې پایته رسیدلې نوې  چې د همدې امله  کیدای شي  چت  راغورځیدلی وي. په پیښه کې  نږدې ۲۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او په لسګونو تنه ټپیان شوي دي. »

همداشان د یاد شوي  ایالت  ویاند  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د پیښې په اړه څیړنې پيل شوي دي.

د ویلو ده چې  په ۲۰۱۴ کال کې هم  د نایجریا  د لاګوس په ښار کې  هم  یوه کلیسا  د بیارغونې چارو پر مهال  چپه شوې وه چې په پایله کې ۱۱۶ تنو ژوند دلاسه ورکړی وو.


پيوندونه: #نایجریا , #کلیسا

اړوند خبرونه