په امريكا كې د كنسرت د اورلګېدنې له امله ۳۳ تنه وژل شوي.

د امريكا د متحدو ايالتونو د كليفرونيا د ايالت د آكلنډ په ښار كې د كنسرت پر مهال د رامنځته شوې اورلګېدنې په پايله كې د وژل شوو كسانو شمېره ۳۳ تنو ته لوړه شوه.

623935
په امريكا كې د كنسرت د اورلګېدنې له امله ۳۳ تنه وژل شوي.

 

 

ويل كيږي چې اورلګېدنه د كنسرت په سيمه كې په يو ډيپو كې رامنځته شوې وه چې وروسته يې د كنسرت سيمې ته هم سرايت وكړ. يو زيات شمېر كسان د ګڼې ګوڼې له امله تر پښو لاندې شوي دي.

ويل كيږي چې اوس هم په روغتونو كې شاوخوا ۴۰ تنه ټپيان تر درملنې لاندې دي  چې د ځينو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

پوليسو د پېښې په اړه څېړنې پيل كړي دي.



اړوند خبرونه