د روسيې جنګي الوتكې سقوط وكړ.
د روسيې د هوايي ځواكونو اړوند سوخو – ۳۳ ډوله جنګي جټ الوتكې د مديترانې په بحيره كې د ناستې پر مهال سقوط كړى دى.
624147
د روسيې د هوايي ځواكونو اړوند سوخو – ۳۳ ډوله جنګي جټ الوتكې د مديترانې په بحيره كې د ناستې پر مهال سقوط كړى دى.
ويل كيږي چې دا الوتكه په سوريه كې له بمبارۍ وروسته د جنرال كوزنېتسوف په كېښۍ كې د ناستې پر مهال اوبو ته لوېدلې ده.
د روسيې د دفاع وزارت د پېښې پخلى كړى او زياته كړې يې ده چې پيلوټ ژغورل شوى دى.
په تېره يوه مياشت كې دا دويم ځل دى چې په مديترانه كې د روسيې جنګي الوتكه سقوط كوي.