په اندونیزیا کې د پولیسو الوتکه لا درکه شوې ده

په اندونیزیا کې داځل د پولیسو الوتکه لا درکه شوه

622929
په اندونیزیا کې د پولیسو الوتکه لا درکه شوې ده

په اندونیزیا کې  د پولیسو  الوتکه  د ۱۵ تنو  پولیسو سره  لا درکه شوی  ده .

د اندونیزیا پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  ددوی  یوه دوه ماشینه  الوتکه  چې  باتام ټاپو ته  روانه  وه  په لاره کې  نادرکه شوې  ده .

ویل کیږي‌ په الوتکه کې  ۱۵ تنو پولیسو  او د الوتکې  پرسونل  شتون درلود.

پولیسو د رویټرز خبري‌ اژانس ته ویلي‌ دي‌« کیدای شي‌ چې  الوتکه  د میساناک او سبانګکا د ټاپو ګانو ترمنځه  غورځیدلي‌ وي.

الوتکه  نن  د خالي‌ ورځ  د سهار په ساعتونو کې  لا درکه شوی ده. د ژغورنې  ډلو  د الوتکې  د موندنې  په چارو پیل کړی دی .

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې  تر اوسه پورې  د الوتکې کومه نښه او نښانه موندل شوې نده.



اړوند خبرونه