په امریکا کې د اورلګیدنې له امله د مړو شمیره لوړه شوه
په امریکا متحده ایالتونو کې په ځنګل کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله د مړو شمیر ۱۱ تنو ته لوړه شوه.
په امریکا متحده ایالتونو کې په ځنګل کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله د مړو شمیر ۱۱ تنو ته لوړه شوه.
د امریکا د تننیس ایالت د ګالتنبورګ په سیمه کې په ځنګل کې د رامځته شوې اورلګیدنې له امله د مړو شمیره ۱۱ تنو ته لوړه شوه.
د سیمه ایزو چارواکیو په وینا د ګریت سموکي د غرونو په لمن کې په ځنګل کې رامنځته شوې اورلګیدنې په سلګونو کورونو او دوکانونو ته زیان رسولی دی.
په سیمه کې د اور وژنې د چارو نه وروسته د ۴ تنو مړي وموندل شول.
د سیمې چارواکیو ویلي دي چې د لادرکه شوو کسانو د تثبیت په خاطر يي د ثبت او راجستر یو مرکز جوړ کړی دی . دا مرکز د هر لادرکه شوي کس په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته په جدي توګه څیړنې کوي.
د بله پلوه د سیمې ښاروال ویلي دي چې د اور وژنې چارې د پایته رسیدو په درشل کې قرار لري . هغه ویلي دي چې په لوی ګمان چې د مړو شمیره لوړه نشي.
د ویلو ده چې په نوموړي سیمه کې په ځنګل کې د اورلګیدنې د پيلیدو نه وروسته باران پيل شو چې باران هم د اور د وژلو سره ډیره مرسته کړې ده .
همداشان چارواکیو ویلي دي چې د نورو احتمالي اورلګیدونو د مخنیوي په خاطر يي پوره تدابیر نیولي دي.