د چین په مرکزي ولایت حوبي کې خونړۍ ټرافیکي پيښه رامنځته شوه.
چین په مرکزي ولایت حوبي کې یو بس موټر د مساپرو سره یو ځای د سړک په غاړه جهیل ته وغورځید
621932
د چین په مرکزي ولایت حوبي کې خونړۍ ټرافیکي پيښه رامنځته شوه.
پیښه د دسمبر دویمه د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوه.
یو بس موټر چې شل تنه پکې سپاره ول د ټرافیکي پیښې له امله د سړک په غاړه جهیل ته وغورځید. په پیښه کې ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۲ تنه ټپي ژغورل شوي دي.
د ټپیانو روغتیايي حالت هم ښه ندی. ټپیان سمدلاسه روغتون ته رسول شوي دي.
د ژغورل شوو دوو تنو نه یو تن د بس چلوونکی دی چې د پولیسو تر نظارت لاندې قرار لري.
د یاد شوي ښار چارواکیو او عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې ډیر قوي غبار راښکته شوی وو او د موټرانو د لید مصافه پام وړ راټیټه شوې وه. کیدای شي چې دا ټرافیکي پیښه د قوي غبار په پایله کې رامنځته شوي وي.