امریکايي جنرال : د ترکیې د مرستو پرته په سیمه کې زمونږ فعالیتونه ناممکنه دي

امریکايي جنرال ترکیه وستایله

621100
امریکايي جنرال : د ترکیې د مرستو پرته په سیمه کې زمونږ فعالیتونه ناممکنه دي

د امریکا متحده ایالتونو د مرکزي ځواکونو قومندان  جنرال جوزیف وتل  وویل چې د ترکیې د مرستو پرته   په سوریه کې  د امریکا لخوا د فعالیت ترسره کول ناممکنه خبره وه.

هغه دا څرګندونې  په پلازمینه واشنګټن کې د یو محافظه کار مطالعاتي مرکز لخوا د بهرني سیاست په اړه جوړه کړې غونډه کې وکړې.

جنرال وتل  د خپلې وینا په ترڅ کې د ترکیې نه د ستاینې سره وویل « ترکیه د داعش ترهګرې ډلې  پر وړانډې  په مبارزه کې  ډیر مهم او رغنده  رول په غاړه لري. ترکیه د داعش پر خلاف د جوړ شوي ایتلاف مهم  غړی دی. »

هغه زیاته کړه « که چیرې  د ترکیې  مرسته  او ملاتړ  نوی، امریکا لخوا په سوریه کې روان فعالیتونه ناممکنه وو. د سیمې د ټولو هیوادونو په څیر ترکیه هم ځینې ګټې او اندیښنې لري. زما په اند دا مسله  د امریکا لپاره هم ځانګړې اهمیت لري. امریکا باید  د ترکیې په اندیښنو ځان پوه کړي . »

وتل زیاته کړه چې ترکیه نن ورځ   د پې کاکا او داعش ترهګرو ډلو سره  په عینې وخت کې مبارزه کوي. ترکیه  د داعش ترهګرې ډلې په اړه اندیښمنه  ده . خو په کومه اندازه چې  د داعش په اړه اندیښنې لري  لا زیاتې بیا د پې کاکا ترهګرې ډلې په اړه لري.

امریکايي جنرال د امریکا او ایران ترمنځه لاسلیک شوي  تړون نه هم یادونه وکړه.

هغه وویل چې « ددې تړون په اړه  زما یواځنۍ اندیښنه  په سیمه کې د ایران په فعالیتونو د اغیزې نه کولو په اړه ده . ایران د هرې ورځې په تیریدو سره په سیمه کې  خپلې اغیزې او نفوذ قوي کوي. »

هغه وویل چې د ایران لخوا ترسره کیدونکې سایبر بریدونه  او د نورو په استازیتوب جګړه  د اندیښنه وړ مسله ده .

هغه  د روسیې سره د مصر د اړیکو په اړه د یوې پوښټنې په ځواب کې وویل « مصر د روسیې سره  د نږدې عسکري اړیکو د جوړولو هڅه زمونږ لپاره د اندیښنې وړ مسله وه، ځکه چې  امریکا د مصر سره  قوي پوځي اړیکې لري. هغه وویل چې  د هرې مسلې په څیر په پوځي اړیکو کې هم  لوړه ژوره  رامنځته کیږي.


پيوندونه: #امریکا , #ترکیه

اړوند خبرونه