د جرمني د کورني امنیت ادارې یو تن کارکوونکی د جاسوسۍ په تور ونیول شو
د جرمني د کورني امنیت فدرال ادارې یو تن کارکوونکی تندلارو او راډیکال اسلامي ډلو ته د جاسوسي په تور ونیول شو.
د جرمني د کورني امنیت فدرال ادارې یو تن کارکوونکی تندلارو او راډیکال اسلامي ډلو ته د جاسوسي په تور ونیول شو.
د جرمني د درشپيګل مجلې د خبر له مخې ، د جرمني د کورني امنیت فدرال ادارې یو تن کارکوونکي چې د انټرنټ له لارې تندلارو او راډیکال اسلامي ډلو ته محرم راضونه او معلومات ورکول ونیول شو.
په خبر کې راغلي دي چې ۵۱ کلن جاسوس د جعلي نومونو او حسابونو سره د چټ له لارې تند لارو او راډیکال اسلامي ډلو غړیو ته معلومات ورکول.
همداشان په په ترسره شوو څیړونو کې دا معلومه شوې ده چې نوموړي د تندلارو او راډیکال ډلو نه په جرمني کې د یو بمي برید د ترسره کولو غوښتنه هم کړې ده .
نوموړي په تحقیقاتو کې په یاده شوې اداره کې ددې په څیر یو بل تن جاسوس هم افشا کړی دی.
د بله پلوه د جرمني د ډیا ولټ ورځپاڼې د کورني امنیت فدرال ادارې د یو سرچینې له قوله لیکلي دي چې ، نوموړي کس د تندلارو او راډیکال ډلو نه د کولن په ښار کې د د کورني امنیت فدرال ادارې په مرکز د بمي برید ترسره کولو غوښتنه کړې ده . نیول شوی جاسوس د تحقیقاتو نه وروسته زندان ته استول شوی دی.