طالبانو  تاجکستان ته د تیریدو هڅه وکړه.

یوې ډلې طالبانو چې تاجکستان ته د تیریدو هڅه کوله د نوموړي‌ هیواد د سرحدي‌ ځواکونو سره نښته وکړه

618240
طالبانو  تاجکستان ته د تیریدو هڅه وکړه.
Taliban militanları Afganistan'da 6 kişiyi kaçırdı.jpg

طالبانو  تاجکستان ته د تیریدو هڅه وکړه. 

د سپوتنیک خبري‌ اژانس  د تاجکستان  د پولو د امنیت د  ملي‌ ادارې  د چارواکیو  له قوله لیکلي‌ دي‌ چې  چې تیره ورځ  یوه ډله  طالبان د کندوز  ولایت نه  ددوی خاور ته تیر شوي‌ وو  چې  وروسته ددوی د سرحدي‌ ځواکونو سره  په نښته کې ښکیل شول.

د تاجکستان د پولو د امنیت ملي‌ ادارې  ویلي‌ دي‌ چې  د طالبانو یوه  ۹ کسیزه ډله تیره ورځ  د امو سیند نه  په تیریدو سره  د تاجکستان خاورې ته  تیره شوې وه چې د سرحدي‌ ځواکونو د ګزمې  د ډلې  لخوا  تثبیت  او نښته  پیل شوه.

په نښته کې یو تن  تاجک سرتیري‌‌ او یو تن طالب  ژوند  د لاسه ورکړی  دی. 

د ویلو ده چې دا لومړی  ځل  دی  چې  طالبان  د افغانستان  شمال لوري‌ ته یو ګاونډي‌ هیواد ته د تیریدو  هڅه کوي.

سره ددې چې  یو څه موده  مخکې  طالبانو ویلي‌ وو  چې  غواړي‌ د ګاونډیو هیوادونو سره  ښې اړیکې  ولري‌ خو  دا لومړی ځل دی چې  تاجکستان ته د تیریدو  هڅه کوي.

طالبانو  د تاجکستان  د پولو د امنیت د ملي‌ ادارې  د څرګندونو په ځواب کې  تر اوسه پورې  څه ندي‌ ویلي.  


پيوندونه: #تاجکستان , #طالبان

اړوند خبرونه