په هندوستان کې د پټلۍ نه د یو ریل ګاډي د وتو سره قتل عام رامنځته شو.
په پیښه کې لږ تر لږه ۱۱۵ تنه مړه او څه باندې ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
په هندوستان کې د پټلۍ نه د یو ریل ګاډي د وتو سره قتل عام رامنځته شو.
د هندوستان په شمال کې په اولترا پردیش ایالت کې یو ریل ګاډی د پټلۍ نه ووت او واګونونه د یو بل سره وجنګیدل.
په پیښه کې لږ تر لږه ۱۱۵ تنه مړه او څه باندې ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اولترا پردیش ایالت د امنیې قومندان دالجیت چوهدري خبري رسنیو ته وویل چې پیښه د اولترا پردیش ایالت د کان پور ښار په شاوخوا کې د پوخرایان په کلي کې رامنځته شوه. هغه وویل چې د نامعلوم لامل له امله ریل د پټلۍ نه بهر شو او د ریل واګونونه د یو بل سره وجنګیدل.
هغه وویل چې څه باندې ۱۵۰ تنه ټپیان ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي. د هغه په وینا پدې پیښه کې ۱۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی خو کیدای شي چې د مړو شمیره لوړه شي.
د بله پلوه د پیښې عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې ریل ګاډی په نورمال رفتار کې روان وو چې په ناڅاپي توګه ودرید او واګونونه د پټلۍ نه بهر شول او د یو بل سره وجنګیدل.
د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي د پیښې په اړه ژور خفګان ښودلی دی او ویلي دي چې خپل خفګان د کلمو سره نشي بیانولی. هغه د پیښې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلی ده.
د یادولو وړ ده چې په هندوستان کې هره ورځ څه باندې ۲۰ میلیونه تنه انسانان د ریل ګادو سره سفر کوي. د نوموړي هیواد د ریل ګاډو او پټلیو د زړښت له امله وخت نا وخته داسې پيښې رامنځته کیږي. تیر کال هم په همدې سیمه کې د ریل ګاډي پیښه رامنځته شوې وه چې له امله يي نږدې ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.