د رشوت په تور د وزير نيول كېدل
د رورسيې د اقتصاد وزير د پوليسو لخوا وروسته له هغه ونيول شو چې پرې د رشوت د اخيستلو تورونه ولګېدل.
د رورسيې د اقتصاد وزير د پوليسو لخوا وروسته له هغه ونيول شو چې پرې د رشوت د اخيستلو تورونه ولګېدل. ويل كيږي الكسي اوليوكايف د نفتو د دوو شركتونو د يو ځاى كېدو د تاييد په بدل كې ۲ ميليونه ډالره رشوت اخيستى دى.
د روسي د څېړنو كمېټه چې په مستقيم ډول ددې هېواد د ولسمشر ولاديمير پوتين پورې تړلې ده څرګنده كړه چې داسې ادعاګانې شته دى چې اليوكايف د نفتو د دوو شركتونو د يو ځاى كېدو په اړه په غير قانوني توګه مثبت راپور وركړى دى او په بدل كې يې ۲ ميليونه ډالره اخيستي دي.
په څرګندونو كې راغلي دي چې د روسيې د نفتو د لويو شركتونو نه روسنېف چې غوښتل د باشنېف په نامه بل شركت وپيري، ددې هېواد د اقتصاد او پراختيا وزير ته يې ۲۰ ډالره رشوت وركړى دى.
د كرملين وياند څرګنده كړه لګول شوي تورونه جدي دي او بايد محاكمه شي.
الكسي اليوكايف په روسيه كې د ۱۹۹۱م كال راهيسې تر ټولو لوړپوړى چارواكى دى چې د پوليسو لخوا نيول كيږي. تمه كيږي چې نوموړي ته به په محكمه كې تر ۱۵ كلونو پورې د بند سزا وركړل شي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.