د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ترومپ په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر اوباما سره لیدنه وکړه

اوباما د ترومپ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدنه وکړه

608303
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ترومپ په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر اوباما سره لیدنه وکړه

د امریکا  متحده ایالتونو نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترومپ  په سپینه ماڼۍ کې  د ولسمشر باراک اوباما سره  لیدنه وکړه.

دا لیدنه چې  ترومپ ته  د ولسمشرۍ د دندې د سپارولو د بهیر  په اړه وه  ۱ ساعت او ۳۵ دقیقې  دوام پيدا کړ.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د ترومپ  د بریالي کیدو نه وروسته هغه ته د ټیلیفون په کرښه د مبارکۍ ویلو نه وروسته هغه ته سپینۍ ماڼۍ ته  بلنه ورکړې وه.

د همدې بلنې په چوکاټ کې دونالد ترومپ  سپینۍ ماڼۍ ته لاړ او د ولسمشر اوباما سره يي لیدنه وکړه.

د لیدنې نه وروسته  موجود  او نوي  ولسمشر  په خبري غونده کې  برخه واخیسته.

ترومپ پدې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل  چې ډیره ګټوره  او مکمله  لیدنه وه. هغه وویل چې د ولسمشر اوباما  سره مو  د سپینۍ ماڼۍ په چارو ، کورنیو او بهرنیو سیاستونو  خبرې وکړې.

همداشان  باراک اوباما  بیا خبریالانو ته وویل چې  « زما  لومړنی  لومړیتوب  د ټاکل شوي نوي ولسمشر د بریالیتوب په خاطر زمینه برابرول  او په ډیره  اسانه توګه  د قدرت انتقال  دی. هغه وویل چې پدې لیدنه کې  ترومپ  په ډیرو برخو کې  زما  د موجودې ډلې  سره  د کار کولو  نه  یادونه وکړه چې  دې خبرې  زه  ډیر خوښ کړم. پرته  د ګوندي او سیاسي  نظریو  په ګډه  کار کول  او د هیواد د موجودو ستونزو  سره په ګډه مبارزه کول  ډیر مهم  ګام  دی. »

اوباما  وویل چې  د نوي ټاکل شوي ولسمشر میرمن  میلاني ترومپ  د میشل اوباما سره لیدنه وکړه. هغه وویل چې  نوي ولسمشر او د هغه کورنۍ نه په ډیره ښه توګه  هر کلي ته تیاری نیسو.

اوباما پدې خبري غونډه کې  ترومپ ته په خطاب کې وویل : ستاسې د بریالیتوب په خاطر  به د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړم، ځکه ستا  بری  او بریالیتوب  د هیواد بریالیتوب  دی.

ترومپ  په پای کې  وویل «  د ولسمشر اوباما سره د لیدنې له امله ویاړي. ما ګمان کولو چې  د قدر وړ ولسمشر اوباما سره  لیدنه به ۱۰ یا ۱۵ دقیقې دوام وکړي خو څه باندې یو نیم ساعت يي دوام وکړ. په راتلونکې کې به د ښاغلي ولسمشر اوباما سره د هغه د نظریاتو  او تجربو نه د ګټې پورته کولو په خاطر  په ګډه کار وکړم . »

 

د بله پلوه  د امریکا نوي ټاکل شوي  ولسمشر ترومپ  د ولسي جرګې د مشر جمهوریت پلوه پاول رایان سره هم  لیدنه .

پاول رایان  ترومپ  ته  د ولسمشرۍ د لوړې د مراسمو په اړه معلومات ورکړل.

د ویلو ده چې  ترومپ  د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د لومړي ځل لپاره  پاول رایان سره  ولیدل.

د لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو په خبري غونډه کې ګډون وکړ. ترومپ خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي  پاول سره ډیره ګټوره  لیدنه وکړه.

همداشان ترومپ  وویل چې د روغتیا سیستم، کډوالو او مالیې  د سیستم په اړه به ګړندي  ګامونه اوچت کړي.

هغه وویل چې د امریکا  د خلکو لپاره به فوق العاده  کار وکړي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا د ولسي جرګې جمهوریت پلوي  مشر  پاول  رایان  د ولسمشرۍ د ټاکنو نه مخکې  د ترومپ لخوا په ځانګړې توګه د ښځو په اړه  د ځينو څرګندونو له امله  ویلي وو چې د هغه نه به ملاتړ ونکړي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترومپ  به  د ۲۰۱۷ کال د جنوري د میاشتې په شلمه نیټه  د لوړې د مراسمو د پرځای کولو نه وروسته  خپله دنده  رسمآ  پیل کړي.



اړوند خبرونه