په امریکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې د نیمايي نه ډیرې اعلان شوې

په امریکا  متحده ایالتونو کې  په یو زیات شمیر ایالتونو کې  د ولسمشرۍ  د ټاکنو  پایلې  اعلان شوي دي.

606584
په امریکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې د نیمايي نه ډیرې اعلان شوې

په امریکا  متحده ایالتونو کې  په یو زیات شمیر ایالتونو کې  د ولسمشرۍ  د ټاکنو  پایلې  اعلان شوي دي.

د اعلان شوو  پایلو  له مخې د جمهوریت پلوي ګوند  نوماند  دونالد ترومپ  ۴۹ سلنه  او د ډیموکراټ ګوند  نوماندې  هیلري کلنټن بیا  ۴۶ عشاریه ۷ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

همداشان  دونالد ترومپ  ۲۵۴  الکترا  رایې  او  هیلري کلنټن  ۲۱۵ الکترا رایې ترلاسه کړي دي.

هدف  ۲۷۰ رایې دي. د نوموړو نوماندانو نه هر یو چې  ۲۷۰ الکترا رایې ترلاسه کړې  هغه  د امریکا د نوي ولسمشر په توګه ټاکل کیږي.

دې پایلو ته په کتو سره  دیموکراټ  ګوند  د نا هیلۍ سره  مخامخ  دی.

د بله پلوه د امریکا د نیویارک ښار په ګډون په ځینو سیمو کې  جمهوري پلوو  د بریالیتوب په جشنونو پیل کړی وو  چې  په  کالیفورونیا  کې  د هیلري کلنټن د ګټلو سره پدې خوښیو  سیوری  وغوړو.

همداشان  د ټاکنو دې پایلو په نړۍ کې د ډالرو په بیه هم  اغیزې کړي دي.



اړوند خبرونه