د امریکا متحده ایالتونو د کالیفورونیا  په ایالت کې  د رای اچونې  په مرکز  وسله وال برید وشو.

په امریکا کې هم د ټاکنو په ورځ وینه تویه شوه

606576
د امریکا متحده ایالتونو د کالیفورونیا  په ایالت کې  د رای اچونې  په مرکز  وسله وال برید وشو.

د امریکا متحده ایالتونو د کالیفورونیا  په ایالت کې  د رای اچونې  په مرکز  وسله وال برید وشو.

د امریکا  متحده ایالتونو د کالیفورونیا  ایالت د ازوسا  په سیمه کې د رای اچونې په مرکز  وسله وال برید وشو. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید د یوې ښځې لخوا شوی دی. په برید کې یو تن  مړ او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه د دوو تنو روغتیايي  حالت باریکه  دی.

د کالیفورونیا  پولیسو ویلي دي چې  دا برید  د ټولټاکنو سره کوم تړاو نلري.

د لاس انجلس  د پولیسو مشر جان کورینا  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د برید کوونکې  میرمنې  مړی  د هغه په کور کې موندل شوی دی. دا لا معلومه نده چې هغه  ځان وژنه کړې او که د پولیسو په ډوز کې  وژل شوې ده  .

د پولیسو مشر ویلي دي چې د برید نه وروسته  د ټاکنو مرکز  وتړل شو. هغه ویلي دي چې پولیسو د پیښې په اړه څیړنې پيل کړي دي.

 

 

 



اړوند خبرونه