هیلري کلنټن  د رای اچونې په لومړنۍ  حوزه کې  دونالد ترومپ ته ماتې ورکړه.

د امریکا په کلو او بانډو کې د رای اچونې بهیر پیل شوی دی

605995
هیلري کلنټن  د رای اچونې په لومړنۍ  حوزه کې  دونالد ترومپ ته ماتې ورکړه.

هیلري کلنټن  د رای اچونې په لومړنۍ  حوزه کې  دونالد ترومپ ته ماتې ورکړه.

د تل په څیر  په امریکا متحده ایالتونو کې  د شمالي نیوهمپشایر د ایالت اړوند د دیکسویل نوچ د کلي اوسیدونکو  د ټولو نه مخکې  خپلې رایې وکارولې.

په یاد شوي کلي کې چې  ۸ تنه  واجد د شرایطو رای اچوونکي  لري  هیلري کلنټن  د څلور رایو په ترلاسه کولو سره  خپل رقیب  دونالد ترومپ ته ماتې ورکړه. پدې کلي کې دونالد ترومپ  دوه  رایې ترلاسه کړې. همداشان  یوه رایه  د لیبرال ګوند نوماند  ګری جانسون  ترلاسه کړې ده . همداشان د کلي یو تن رای اچوونکي بیا  د میټ رامني  نوم لیکلی  او خپله رایې هغه ته ورکړې ده .

د ویلو ده چې  د امریکا متحده ایالتونو د ټولټاکنو د قانون له مخې  د هغه کلو او بانډو خلک چې  د رای اچوونکو شمیره يي تر سلو تنو ټیټه وي کولی شي چې د شپې د ۱۲ بجو نه وروسته خپلې رایې کاروي. همداشان  د رای اچونې نه سمدلاسه وروسته  د هغوې رایې شمیرل کیږي.

د همدې امله  د امریکا په ولسمشرۍ کې  تر ټولو مخکې  د دیکسویل نوچ  د کلي خلک رایې کاروي.

د امریکا خلک به  نن  د امریکا په ځايي وخت د سهار په اتو بجو  د رای اچونې د مرکزونو پر لورې لاړ شي.

د بله پلوه په امریکا کې  په وروستۍ نظرپوښتنه کې  د ډیموکراټ ګوند نومانده  هیلري کلنټن  د جمهوریت پلوي ګوند د نوماند دونالد ترومپ نه  ۵ لمبرې  مخکې  دی.

 



اړوند خبرونه