د چین د هوايي چلند تر ټولو لوی شرکت د خپلې نقشې نه د اسراییلو نوم لرې کړ.
د چین د هاینان هوايي شرکت د اسراییلو سخت غبرګون پارولی
د چین د هوايي چلند تر ټولو لوی شرکت د خپلې نقشې نه د اسراییلو نوم لرې کړ.
د چین د ( د هاینان ) په نامه تر ټولو لوی هوايي شرکت په خپله نقشه کې د اسراییلو د نوم پر ځای د اشغال شوو سیمو نوم ولیکه.
دې شرکت پریکړه وکړه چې ددېنه وروسته به په خپله نقشه کې د اسراییلو په نامه د هیواد نوم ته ځای ورنکړي. شرکت په نقشه کې د اسراییلو پر ځای د اشغال شوو سیمو نوم ولیکه.
د چین د هیواد د هاینان په نامه د هوايي شرکت دې پریکړې د اسراییلو د حکومت سخت غبرګون پارولی دی.
د اسراییلو د حکومت یو تن وزیر یسراییل کاتز د چین د نوموړي شرکت د پریکړې په اړه سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې دا د منلو وړ خبره نده او ددې مسلې د حل په خاطر يي د چین او یاد شوي شرکت د چارواکیو سره په خبرو پیل کړی دی .
د چین د هاینان هوايي شرکت د نوموړي هیواد تر ټولو لوی هوايي شرکت او د نړۍ ګوټ ګوټ ته الوتنې لري.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.