روسیې خپله تر ټولو قوي وسله نړۍ ته معرفي کړه
دا توغندی په ثانیه کې د ۷ کیلومتره واټن د مزل کولو توان لري
روسیې په نړۍ کې تر ټولو خطرناکو او قوي د ( ترمو اټومي ) توغندي ساتان ۲ انځورونه خپاره کړل.
دا اوږد واټنه توغندي په لس زره کیلومتره واټن کې خپل هدف د څو دقیقو په دننه کې له منځه وړي. دا توغندي په ثانیه کې د ۷ کیلومتره مزل په ظرفیت جوړ شوي دي.
د ساتان ۲ په نامه دا ترمو اټومي توغندي ۴ میګاټنه یعنې ۴ زره ټنه وزن لري.
دا توغندي د امریکا لخوا د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د جاپان د هیروشیما او ناګاساکي په سیمو د کارول شوو اټومي بمونو نه ۲۰۰۰ برابره قوي او اغیزمن دي.
دا توغندي د څودقیقو په دننه کې د فرانسې د مساحت په لویوالي سره سیمه په کامله توګه په سکرو بدولی شي.
دا توغندی په عینې وخت کې د ۱۶ اټومي سرګلولو د انتقال ظرفیت لري. دا توغندي د رادار او دفاعي سیستمونو نه د پټیدو په ځانګړتیا جوړ شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ددې وسلې نه د خوږې ګوټې په څیر حفاظت کوي.
دا توغندی د مسکو نه د انګلستان د پلازمینې لندن د ویشتو ظرفیت لري.
روسیه کولی شي چې ددې توغندي سره په اروپا کې هر هیواد چې وغواړي په نښه کړي .
د نوموړو توغندیو تولیدونکي شرکت د توغندیو په اړه داسې ویلي دي!
د روسیې د دفاع وزارت په امر په ۲۰۱۰ کال کې د سرمات توغندیو پلان او پروژه جوړه شوه. په ۲۰۱۱ کال کې د نوموړو توغندیو د جوړولو اجازه نامه ترلاسه شوه. په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د یاد شوو توغندیو د عصري او مدرنیزه کولو په خاطر ځینې چارې ترسره شوې.
دا توغندي د روسیې د امنیت د ضمانت په خاطر طرحه او ډایزاین شوي وو.