په امریکا کې یو تن په ۱۵۰۳ کلونو بند محکوم شو

په امریکا  متحده ایالتونو کې  یو تن  په خپل لور  د جنسي  تیري  په تور په ۱۵۰۳ کلونو  بند محکوم  شو.

596208
په امریکا کې یو تن په ۱۵۰۳ کلونو بند محکوم  شو

په امریکا  متحده ایالتونو کې  یو تن  په خپل لور  د جنسي  تیري  په تور په ۱۵۰۳ کلونو  بند محکوم  شو.

د امریکا د کالیفورنیا  ایالت  د فریسنو په ښار کې یوې  نجلۍ  پر ده  د جنسي تیري کولو له امله  د خپل پلار  نه  پولیسو ته  شکایت وکړ.

پولیسو  د۲۱ کلنې  نجلۍ  د شکایت نه سمدلاسه وروسته  د هغه پلار  ۴۱ کلن ریني لوبز  ونیولو.

همداشان  د تیرې جمعې په ورځ  د کالیفورنیا  ایالت  د فریسنو د ښار محکمې  ۴۱ کلن  پلار  په خپل  لور  د جنسي  تیري کولو  په جرم  په ۱۵۰۳ کلونو بند  محکوم کړ.

د نوموړې  دعوا  او دوسیې  څیړونکي  هیت  محکمې ته ویلي دي چې  ۴۱ کلن لوبز  یواځې  د سپټمبر په میاشت کې  ۱۸۶ ځله  په خپل لور جنسي تیری کړی دی .

د ویلو ده چې  د کالیفورنیا  ایالت  د فریسنو د ښار په تاریخ کې دا لومړی  ځل  دی چې  یو تن  په ۱۵۰۳ کلونو بند محکومیږي.

نوموړې نجلۍ  محکمې ته ویلي دي چې لومړی پرې  د کورنۍ  د دوستانو لخوا جنسي  تیری  وشو چې وروسته پلار يي هم  په هغه  دا ظلم  پیل کړ.

هغه ویلي دي چې  په پیل کې  کوچنۍ وه  او د ډار نه يي پولیسو ته  شکایت کولی نشو. خو اوس  نوره  دې سن ته رارسیدلې  ده  چې  دې ظلم  ته  د پای ټکی کیږدي.

نوموړې  نجلۍ  پولیسو ته ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره پرې په ۲۰۰۹ کال کې  جنسي تیری وشو. همداشان  دې کار  تر ۲۰۱۳ کاله پورې دوام پيدا کړ. هغه ویلي دي چې په اوونۍ کې د دوو نه تر درې ځله به پرې جنسي تیری  کیدولو.

نجلۍ ویلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې  د کور نه  وتښتیده. د تښتیدو نه وروسته يي پولیسو ته  شکایت وکړ.

د محکمې  ریس  ادوارد سرکیسیان  د ۴۱ کلن  پلار نه  د ټولنې لپاره تر ټولو نه د خطرناک  کس په توګه یادونه وکړه او هغه يي په تاریخي  بند  محکوم کړ.

د یادولو وړ ده چې  ۴۱ کلن لوبز  د ۲۰۱۳ کال  د نوامبر په میاشت کې  د پولیسو لخوا نیول شوی وو  او دعوا يي دوام  درلود.

نوموړي  په خپل لور  تورونه پورې کړي دي.

د کالیفورنیا  ایالت د ریسنو د ښار  محکمې  د تیرې جمعې په ورځ  د نوموړې دعوا په اړه خپله وروستۍ پریکړه واوروله. محکمې  ۴۱ کلن  پړ وباله  او هغه يي په خپل لور د جنسي تیري کولو په جرم  په ۱۵۰۳ کلونو بند محکوم کړ.



اړوند خبرونه