په جاپان كې چاودنه

د جاپان د پلازمېنې توكيو په شمال كې د اوتسونوميا په ښار كې د يوې چاودنې له امله لږ تر لږه يو تن وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

595262
په جاپان كې چاودنه

 

د پوليسو د خبري سرچينو د معلوماتو پر اساس دا چاودنه په يو پارك شوې ده. ټاكل شوې وه چې په پارك كې نن يو عنعنوي فيستيوال جوړ شي.

د چاودنې په پايله كې شاوخوا سيمو ته مادي زيان هم رسېدلى دى.

تر اوسه پورې د چاودنې د لامل او عامل په اړه كره معلومات په لاس كې نشته دى.  پوليس د پېښې اړه څېړنې كوي.


پيوندونه: #چاپان چاودنه

اړوند خبرونه