په ازبکستان کې عسکري چورلکې سقوط وکړ.
د ازبکستان عسکري چورلکې سقوط وکړ
593119
په ازبکستان کې عسکري چورلکې سقوط وکړ.
په ازبکستان کې د عسکري چورلکې د سقوط په پایله کې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ازبکستان د دفاع وزارت مطبوعاتو د ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي هیواد د عسکري چورلکې د غورځیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ازبکستان د وسله والو ځواکونو اړوند Mİ 171 ډوله چورلکې د هیواد په ختیځ کې د فرغانه په ولایت کې سقوط وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پدې پيښه کې درې تنو پیلوټانو او ۶ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د چورلکې د غورځیدو لامل ناڅرګند دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د چورلکې د غورځیدو د لامل د معلومولو په خاطر ځانګړې څیړنیز کمیسیون په دنده ګمارل شوی دی.