داعش ترهګرې ډلې  داځل په اندونیزیا کې په پولیسو برید وکړ.

د داعش د فعالیت لمن اندونیزیا ته هم وغځیده

593168
داعش ترهګرې ډلې  داځل په اندونیزیا کې په پولیسو برید وکړ.

 داعش ترهګرې ډلې  داځل په اندونیزیا کې په پولیسو برید وکړ.

د اندونیزیا  د بانتین په ایالت کې  د داعش ترهګرې ډلې  یو تن پلوي په پولیسو د چړې برید وکړ.

په برید کې  دوه تنه پولیس  ټپیان شول چې برید کوونکی  وروسته د نورو پولیسو لخوا په ډزو د خپو  وغورځول شو.

برید کوونکی  ټپي  ونیول شو.

د ټپي شوو پولیسو روغتیايي حالت  باریکه  دی.

د بله پلوه ویل کیږي چې برید کوونکي د برید نه  څو شیبې مخکې  د پولیسو د مرکز تر څنګ  د یوې ودانۍ  په دیوار  د داعش ترهګرې ډلې تبلیغاتي  بروشرونه ځوړند کړي وو.

د برید کوونکي  سره  لاسي بم هم  نیول شوی دی . د یادولو وړ په اندونیزیا کې د داعش ترهګرې ډلې یو تن پلوي  د اګست په میاشت کې هم په یوې کلیسا کې  په راهب د چړې برید کړی وو.



اړوند خبرونه