د هېټلر كور ورانيږي.
د اتريش حكومت پرېكړه كړې ده چې د نازي جرمني د مشر اډولف د زېږېدلو كور وران كړي.
593617
ددې هېواد بره اتريش د ايالت د براناو په سيمه كې دا كور چې په كې د ۱۹۸۹م كال د اپرېل په ۲۰مه نېټه د نازي جرمني ليډر اډولف هېټلر زېږېدلى دى، ورانيږي او پر ځاى نوې ودانۍ جوړيږي.
پخوا ددې كور اوسني خاوند ګرلاينډ پومر د كور ورانولو ته اجازه نه وركوله. بلاخره د اتريش حكومت پرېكړه وكړه چې د جبري استملاك له لارې دا كور استملاك كړي او بيا يي وران كړي.
د حكومتي چارواكو په وينا د نازي رژيم د پلويانو لپاره دا كور ځانګړى تقدس لري او هر كال ترې په زرګونو كسان ليدنه كوي چې له دې امله ناراحتي رامنځته كړې ده.
د كورنيو چارو وزير ولفګانګ سوبودتكا څرګنده كړه چې د استملاك په اړه اوړند قانوني طرحه يې پارلمان ته لېږلې ده.
اډولف هېټلر د درې كلونو لپاره پدې كور كې ژوند كړى وو.