د ۷۳ كلن بوډا او ۱۱۴ كلنې بوډۍ ترمېنځ د مينې تار
د چين په خودمختار سيمه سينګيانګ كې يو تن ۷۳ كلن بوډا پر ۱۱۴ كلنې بوډۍ باندې د ميينېدلو وروسته واده وكړ.
586753
كه څه هم زوم د ناوې نه ۴۳ كاله كشر دى خو د دواړو مينه ددې سبب شوه چې په تېر عمر واده وكړي.
د زېنګ په نامه دا بوډا وايي چې د باچو په نامه سيمه كې يې كله چې ۱۱۴ كلنه زانګ شوينګ وليدله نو پرې سمدستي مين شو. د همدې امله يې هغه قانع كړه چې ورسره واده وكړي.
بوډې ناوې په لومړي سر كې له خپل ځانه د ۴۳ كاله ځوان زوم سره د واده كولو نيت نه درلود خو د زېنګ د پر له پسې اصرار له امله يې ورته مثبت ځواب وركړ.
زېنګ وايي چې شاوخوا ۵۰ كاله وړاندې د اورګاډي په يوې پېښه كې معيوب شوى دى خو تر اوسه پورې له هيچا نه د خپلې ۱۱۴ كلنې ناوې په پرتله مرسته نه ده ليدلې.
دې جوړې د زړو په يو مركز كې د سلګونو ملګرو پر وړاندې نكاح وتړله.