هندي ځواکونو د کشمیر د کنټرول په لیکه کې ۴ تنه اسلامپاله سرتیري ووژل.
هندي ځواکونو د کشمیر د کنټرول په لیکه کې یو ځل بیا بریدونه وکړل
هندي ځواکونو د کشمیر د کنټرول په لیکه کې ۴ تنه اسلامپاله سرتیري ووژل.
هندي ځواکونو د کشمیر د کنټرول په لیکه کې د اسلامپاله ځواکونو په مرکز برید وکړ چې په پایله کې ۴ تنه ووژل.
د هند د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کشمیر د کنټرول په لیکه کې ۴ تنه چې غوښتل يي د ورانکارانه فعالیتونو په موخه هندي لوري ته راتیر شي له منځه یوړل.
د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر د پولیسو یو تن چارواکي چې نه يي غوښتل نوم یي واخیستل شي ویلي دي « داسې راپورنه ترلاسه شوي وو چې یوه ډله ترهګر د پراخه بریدونو په خاطر د جمو کشمیر سیمې ته د رااوخوښتو هڅه کوي. »
هغه وویل چې هندي ځواکونو مخکې ددینه چې دا کسان جمو کشمیر ته راواړي له منځه یوړل.
د یادولو وړ ده چې په کشمیر کې د هند او پاکستان ځواکونه لاس په ماشه ولاړ دي. تیره اوونۍ هندي ځواکونو د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر بریدونه وکړل چې په پایله کې ۲ تنه پاکستاني سرتیري مړه او ۹ تنه نور ټپیان شول.
همداشان ددې برید نه وروسته په کشمیر کې د هندي ځواکونو په هډې د دویم ځل لپاره برید وشو.
په کشمیر کې هله تاوتریخوالی ډیر شو چې هندوستان د حزب المجاهدین د ډلې نامتو قومندانانو نه مظفر برهان وواژه.
د برهان د وژلو نه وروسته د هند د حکومت پر خلاف پراخه مظاهرې پیل شوې چې اوس هم دوام لري.
ددې مظاهرو نه لنډه موده وروسته په جمو کشمیر کې د هندي ځواکونو په هډې وسله وال برید وشو چې په پایله کې ۱۸ تنه سرتیري ووژل شو.
هند ددې برید او د مظاهرو پړه په پاکستان اچوي او وايي چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو نه ملاتړ کوي او د سیمې خلک ددوي پر خلاف لمڅوي.