په لسګونو تنه افغان افسران چې د روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې امریکا ته تللي وو تښتیدلي دي

په امریکا کې د روزنیزو عسکري کمپونو نه د افغان افسرانو تښتیدو اندیښنې پارولي دي

583679
په لسګونو تنه افغان افسران چې د روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې امریکا ته تللي وو تښتیدلي دي

د امریکا متحده ایالتونو  د دفاع وزارت پنټاګون  ویلي دي چې  ۴۴ تنه افغان افسران چې  د  عسکري زده کړو په موخه  امریکا ته راغلي وو  لا درکه شوي دي.

پنټاګون ویلي دي چې دا ۴۴ تنه  افغان افسران د دوو کلونو په ترڅ کې  د عسکري کمپونو او قرارګاه ګانو نه  تښتیدلي دي.

پنټاګون ویلي دي چې په لوی ګمان سره نوموړي  په غیرې قانوني توګه په امریکا کې ژوند او کار کوي.

پنټاګون ویلي دي چې  د ۲۰۰۷ کال راهیسې  ۲۲۰۰ تنه افغان ځواکونه  د روزنیز پروګرامونو په چوکاټ کې  په امریکا کې روزل شوي دي. همداشان  د تیرو دوو کلونو راهیسې  بیا  د عسکري کمپونو او هډو نه  د افغان ځواکونو  د تښتیدو  کچه د پام وړ لوړه شوې دې. دې مسلې  ځیني امنیتي  اندیښنې هم  پارولي دي.

د رویټرز خبري اژانس  د خبر له مخې  په امریکا کې  عسکري کمپونو او هډو نه  د افغان افسرانو  تیښتې  د ولسمشر اوباما  اداره هم  د ستونزو سره مخامخ کړې  او  د جمهوریت پلوو لخوا يي د سختو فشارونو لاندې راوستې ده . د اوباما  ادارې  تر اوسه پورې د افغانستان د امنیتي ځواکونو  د روزنې په برخه کې په میلیونونو ډالره په مصرف رسولي  تر څو  په خپلو خپو ودریږي.

د بله پلوه  په امریکا کې  د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریت پلوو ګوند نوماند  دونالد ترومپ  چې  تل  د کډوالو  او اسلامي هیوادونو سره د اړیکو په برخه کې  د اوباما په ادارې نیوکې کوي ددې مسلې نه  د یو دلیل په توګه کار اخلي.

د ویلو ده چې  په امریکا کې د نورو بهرنیو هیوادونو عسکر هم  د کمپونو او هډو نه  تیښته کوي  خو د افغانانو په پرتله  ډیره کمه.

د پنټاګون ویاند ویلي دي چې یواځې  د سپټمبر میاشتې راهیسې  ۸ تنه افغان افسران  د روزنیزو کمپونو او هډو نه  پرته د اجازې  او یا دوی ته د خبر ورکولو لا درکه شوي دي.

ویاند  رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې  د ۲۰۱۵ کال د جنوري د میاشتې راهیسې  جمعآ  ۴۴ تنه افغان افسران چې د روزنیزو پروګرامونو په موخه  امریکا ته راغلي وو  د عسکري کمپونو او هډو نه  تښتیدلي دي.

ویاند ویلي دي چې  پنټاګون  د داسې لارو او چارو د موندولو هڅه کوي چې  د کمپونو نه  د افغان ځواکونو د تیښتې مخه ونیسي.

امریکا  په پام کې لري چې ددینه وروسته  د روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې  هغه  افغان اشخاص   انتخاب کړي چې  پدې  پوره باور ولري چې  د بشري حقونو نه  سرغړونه نه کوي  ، ترهګرو ډلو سره  تړاو ونلري  او روزنیزو پروګرامونو ته ژمن وي.

د ویلو ده چې د روان میلادي کال  د جون د میاشتې په ۱۳ مه نیټه  د عمر متین په نامه یو تن افغان الاصله  امریکايي د همجنسبازانو په یو نایټ کلپ  برید وکړ چې په پایله کې  ۴۹ تنه  مړه او ۵۳ تنه نور ټپیان کړل.

دې پيښې د لا درکه شوو افغان افسرانو په اړه  د پنټاګون  اندیښنې لا پسې  زیاتې کړې.



اړوند خبرونه