د اسراییلو جنګي الوتکې سقوط وکړ.
په غزې بمباري کوونکي اسراییلي جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د اسراییلو جنګي الوتکې سقوط وکړ.
په غزې بمباري کوونکي اسراییلي جنګي الوتکې سقوط وکړ. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د اسراییلو جنګي الوتکې په غزې تراړې د بمبارۍ نه وروسته د رامون په عسکري هډه کې د کیناستو پر مهال يي اور واخیست.
د اسراییلو د اردو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پدې پیښه کې د الوتکې پیلوټ جګړن اوحد کوهن نو وژل شوی او مرستیال پیلوټ ټپي شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د الوتکې د سقوط د لامل ناڅرګند دی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.
د بله پلوه د اسراییلو کانال ۱۰ تلویزیون ویلي دي چې الوتکې د تخنیکی ستونزې له امله سقوط کړی دی .
د ویلو ده چې اسراییلو تیره ورځ د غزې له لورې پر دوی د راکټي برید د ترسره کیدو په بهانه په غزې ۳۵ هوايي بریدونه ترسره کړل.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.